سیاستخبرونهTOPټولنه

د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د ترکیې د مرستو لومړۍ جوپه بلخ ته رارسېدلې

کابل، د غوایي ۳۰مه، باختر 

د بلخ ځایي مسوولینو دغه ولایت ته د بغلان سېلاب ځپلو لپاره د ترکیې د مرستو د لومړۍ جوپې د ور رسېدو خبر ورکړی دی.

د افغاني سرې مياشتي د شمال زون رئيس قاري محمد يونس معصومي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د ترکیې هېواد له لورې رارسېدلي مرسته کې  ۱۵ ټنه خوراکي توکي، ۷ ټنه درمل او ۲ زره کمپلې شاملې دي .

معصومي ډاډ ورکړ، چې د ترکیې هېواد له لوري شوې مرستې به په شفاف او عادلانه ډول د بغلان سېلاب ځپلو کورنیو پورې ورسوي.

په ورته وخت کې په مزار شریف ښار کې د ترکیې هېواد سرکونسلګرۍ سرپرست مصطفی کوچو کتیتیک رسنیو ته ویلي، چې په ډېر نژدې وخت کې به د دغه هېواد له لوري ۶۰۰ ټنه نوره مرسته د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته راورسیږي.

ځایي مسوولینو له کورنيو او بهرنيو موسسو څخه غوښتنه وکړه چې د بغلان  سېلاب ځپلو سیمو ته خپلې مرستې ولېږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته