کابل، د لېندۍ ۱۳ مه، باختر
د بغلان د ټولګټو ریاست له لوري د بغلان – سمنګان د لویې لارې د بیارغونې چارې روانې او مسوولین وايي چې دغه چارې بشپړېدو ته نژدې شوې دي.
د بغلان د ټولګټو ریاست د کار او ودانیزې برخې آمر انجنیر اسماعیل انصاري وايي چې د سمنګان – بغلان د ۱۷.۹ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې د څه کم شپږ میلیونه افغانیو په لګښت د ټولګټو ریاست له لوري پیل شوي او په دې بیارغونه کې د ۳ پلګوټو بیاجوړول هم شامل دي.
انصاري زیاته کړه د دې پروژې چارې بشپړېدو ته نژدې شوي او په کمه موده کې به یې چارې بشپړې شي.
په ورته مهال نصرالله او میرولي د بغلان – سمنګان د لویې لارې موټرچلوونکي وايي، چې د دې سړک په جوړېدو سره به موټرچلوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځ ته شي.