خبرونهاقتصادTOP

د بغلان د کرکرد ډبرو سکرو له کانه هره ورځ  ۱۰۰  ټنه سکاره په فني توګه استخراج کیږې

کابل، د لېندۍ ۱۶مه، باختر

په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولین وايي، چې هره ورځ سل ټنه د ډبرو سکاره د بغلان د کرکر له کان څخه په فني توګه استخراج کیږي

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس مولوي عبدالله حامد د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د کرکر د ډبرو سکرو کان د هېواد په کچه دويم لوی کان دی چې هره ورځ ترې  ۱۰۰ ټنو پورې سکاره په فني ډول استخراج کیږې او ورځ تر بلې هڅې روانې څو لا د دې استخراج په معیاري ډول سره ترسره شې.

حامد وویل، چې د کرکر د ډبرو سکرو کان په ۱۳۱۶ لمریز کال کې د یو شپون لخوا کشف شو.

دا کان د پلخمري ښار په ۲۱کیلومترۍ کې پروت دی چې په لومړیو کې د کانونو او پټرولیم وزارت یې کیندنې په ساده تجهیزاتو او وسایلو سره  کوله او سکاره ېې د څارویو په واسطه لیږدول کېدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته