امنیت

د بغلان د ښوونې او روزنې د پوهنځي محصلان مسموم شول

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٨
د بغلان د ښوونې او روزنې د پوهنځي د ليليې څه د پاسه٢٠ تنه محصلان نن غرمه د ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شول.
دبغلان ولايت د عامې روغتيا رياست د مطبوعاتو مسوول ډاکتر شاه محمد هوفياني د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغه پوهنځي مسوولينو څه ناڅه ٢٣ تنه محصلان په پلخمري ښارکې د دغه ولايت مرکزي روغتون ته وليږدول.
ده زياته کړه: روغتيايي آزمايښتونه ښيي چې دغه کسان د غرمې ډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي دي.
د بغلان ولايت د ښوونې او روزنې د پوهنځي رييس د دغو کسانو مسموم کيدل رد کړل او دا کار يې د خوړو په وړاندې د هغوى حساسيت بللى دى.
د دغه پوهنځي رييس محمد ناظر فرهمند وويل چې د ليليې د غرمې دغه ډوډۍ يو شمېر استادانو او محصلانو هم خوړلې ده. په داسى حال کې چې د ده په خبره هغوى په ښه روغتيايي حالت کې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته