خبرونهټولنهښوونه او روزنه

د بغلان د پوهنې ریاست په روان کال کې ۴۳ تعلیمي مرکزونه بیا رغولي دي

کابل، د مرغومې ۲۶ مه، باختر

د بغلان د پوهنې ریاست مسؤلین وايي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې دمه یې ۴۳ ښوونځي او دیني مدرسې د دې ولایت په نهرین او ډنډغوري سیمو کې د یاد ریاست او دغه راز د مؤسسو په مالي لګښت بیارغولي دي.

د بغلان د پوهنې رییس مولوي محمد نور عزیزي وايي، چې ۴۱ ښوونځي او دوه دیني مدرسې یې په نهرین او ډنډغوري سیمو کې بیارغولي او دغه راز د سویډن د موسسې په مالي مرسته د درې ښوونځيو لپاره احاطوي دېوال د جوړولو چارې هم بشپړې کړې دي.

عزیزي وویل، چې د هېواد ملي سوداګر عتیق الله رامین په مالي مرسته د دې ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې په روان کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ هم جوړه شوې ده.

په ورته مهال د مرکزي بغلان د جرخشک سیمې یو تن اوسېدونکی عبدالصمد همکار وايي، چې د ابو محمد په نامه د یوه ښوونځي د بیارغولو چارې د یونسیار په مالي مرسته هم په دغه سیمه کې بشپړې شوې او ورسره د زده کړو په بهیر کې اسانتیاوې رامنځ ته شوې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته