خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د ټولو ولسوالیو بندې شوې لارې بېرته خلاصې شوې

کابل، د غوایي ۲۳مه، باختر
د بغلان د ټولو هغو ولسوالیو لارې بېرته خلاصې شوې چې د سېلابونو د راوتو له امله د ترافیکو پر مخ بندې شوې وې.
د دغه ولایت د ټولګټو ریاست د کار او ودانیو آمر انجنیر اسماعیل انصاري وايي، چې د سېلابونو د راوتو له امله د بغلان د خوست، فرنګ، ګزرګاه نور، جلګې او نهرین ولسوالیو لارې بندې شوې وې بېرته د دغه ریاست د ماشینرۍ له لوري خلاصې شوي او تګ راتګ پرې پیل شوی دی.
انصاري زیاته کړه، چې اوسمهال د ټولګټو ریاست ماشینري د دغه ولایت په برکې ولسوالۍ کې د لارو په پاکولو بوخت دي او هڅه کوي چې فرعي لارې هم له جغل او خټو څخه پاکې کړي.
د بغلان د نهرین او برکې ولسوالۍ موټر چلوونکي بیا اخوا وايي، چې ټولګټو ریاست دغه لارې بېرته خلاصې کړي او غوښتنه کوي چې په ټولیز ډول دې دغه لارې د ترافیکو پر مخ خلاصې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته