د بغلان د والي نوى مرستیال په کار پیل وکړ

بغلان / د غویی / ۲۸/ باختر
د بغلان د والي نوى مرستیال محبوب الله غفاري نن په کار پیل وکړ.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د بغلان والي محمد اکبر بارکزي په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه محبوب الله غفاري ته په کاري چارو کې د بریالیتوبونو هیله وکړه او په دغه ولایت کې په ښه حکومتوالۍ ټینګار وکړ.
محبوب الله غفاري ژمنه وکړه چې له اداري فساد او تروریزم پرخلاف د مبارزې په لاره او د ښه حکومتوالۍ په پیاوړتیا کې به له هیڅ راز سر ښندنې دریغ ونکړي .
محبوب الله غفاري په دې وروستیو کې د سیمه یېزو ارګانونو په وړاندیز د بغلان د والي د مرستیال په توګه ټاکل شوی دی غفاري مخکې له دې د پلخمري ښار په دفاع کې د ولسي پاڅون کوونکو په سمون او همغږۍ کې اساسي رول تر سره کړې دی .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته