د بغلان د لويې لارې امنيت تامين دى

پلخمري باختردکب دمياشتې٢٩ نيټه :
افغان  پوځيانو د سپرليو  د ډاډه امنيت په  موخه له  پرون  ورځې  څخه        د بغلان په لويو لارو کې شديد  امنيتي تدابير ونيول .
د بغلان د پوليسو قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع ټولو هغو سپرليو ته چې  د نوروز د مېلې په خاطر لرغوني بلخ ته سفر کوي ډاډ ورکړ  چې امنيتي او دفاعي ګډ ځواکونو  د بغلان _ کندز _ پلخمري _ سمنګان او  بغلان _ کابل  په لويو لارو کې شديد امنيتي تدابيرنيولي دي.
ده  زياته کړه  په لويو لارو کې د ترافيکو دپ وليسو ګزمې موظفې شوي دي   ترڅو  د ترافيکي پيښو په رامنځته کېدو کې له سپرليو سره مرسته وکړي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته