د بغلان د غوري سیمڼتو فابریکو د نهه میاشتو عواید د تېرکال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي
کابل، د کب ۲ مه، باختر
د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې چې د افغانستان د اړتیا وړ شپږ سلنه او د بغلان، کندز او تخار ولایتونو د اړتیا وړ ۷۰ سلنه سیمنټ تولیدوي، د روان کال د نهو میاشتو عواید یې د تېر کال د عوایدو په پرتله ۳۰ سلنه زیاتولی ښيي.
د بغلان د غوري سیمنټو فابریکې مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي وايي، چې تېر کال د غوري سیمنټو فابریکو عواید ۵۴۰ میلیونه افغانۍ وو خو د روان ۱۴۰۲ کال په لومړیو نهو میاشتو کې د دې فابریکو عواید ۷۰۰ میلیونه افغانیو ته رسېدلي، چې دا د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
قیومي زیاته کړه، چې د لنډمهالي لپاره پلان دادې، چې د تولیدي لګښت د کمولو لپاره د غوري سیمنټو زړه فابریکه له مرطوب سیستم څخه وچ سیستم ته واړول شي او په اوږدمهالي کې غواړو چې دغلته د دوه فعالو فابریکو ترڅنګ دریمه فابریکه هم فعاله کړو.
د غوري سیمنټو فابریکې کارکوونکی محمد یوسف او حکیم شینواری وايي، چې په دې وروستیو کې یې د غوري سیمنټو فابریکو ته ځانګړې پاملرنه شوې، چې ورسره د تولید کچه لوړه شوې، د فابریکو بیارغونې ته لومړیتوب ورکول شوی او دغه راز د کارکوونکو معاشات هم پر وخت اجرا کیږي.
د دې فابریکې فني کارکوونکی وايي، چې که تولید کچه یې نوره هم لوړه شي هم به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي او هم د سیمنټو له اړخه افغانستان د ځان بسیاینې په لور ګامونه واخلي.