د بغلان د شمال ډبرو سکرو تصدۍ څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د کب ۹ مه، باختر

د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ مسوولین وايي، چې یاده تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د بغلان د شمال ډبرو سکرو د تصدۍ رییس د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې یاده تصدۍ د روان کال په ۱۱ میاشتو کې د تاله او برفک ولسوالۍ کان د ډبرو سکرو د پلور له لارې ۱۷۹ میلیونه ۹۸۵ زره افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلې دي.

هغه زیاته کړې، چې د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ په کچه د ډبرو سکرو ۲۱۰ وګړني کانونه او دوه دولتي صوفونه فعال دي، چې په ورځ کې څه ناڅه ۲۷۰ ټنه سکاره استخراجوي.

نوموړي د ډبرو سکرو د عوایدو د راټولولو په بهیر کې د شفافیت ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې زموږ څارونکي ټیمونه په دوامداره توګه په یادې ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د استخراج او د پیسو د راټولولو د څرنګوالي څارنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته