کابل باختردزمري دمياشتې١٥نيټه :
د شمال ختيځ زون د ديني مدرسو او د دارالحفاظو استادانو ته په بغلان ولايت کې د لوست ورکولو نوې لارې چارې وښودل شوې.
د پوهني وزارت د اسلامي تعليماتو عمومي آمر ګدا محمد مصلح د باختر آژانس ته وويل چې دغه پروګرام د پوهنې وزارت د اسلامي تعليماتو د معينيت له خوا د شمال ختيځ زون د ديني مدرسو او د دارالحفاظو د استادانو، آمرينو او د سرښوونکو د ظرفيتونو د لوړولو په مقصد جوړشو.
مصلح دغه راز وويل: په دې پروګرام کې د بدخشان ، تخار، کندز او دبغلان د ولايتونو د ديني مدرسو ۲۰۷ تنو استادانو د ١٥ ورځو لپاره د لوست ورکولو او ادارې، مالي او اداري چارو نوې لارې چارې زده کړې.
پاى ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ