د بغلان د خوست ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو
کابل / د غبرګولي ۲۹ / باختر
طالبانو تېره شپه د بغلان د خوست ولسوالۍ پربازارله څو استقامتونوڅخه برېدونه وکړل چې د سر د زیانونو په ورکولوسره په شاتک وکړ.
د خوست ولسوال ذبیح الله رستمي د باخترآژانس خبریال ته وویل: په دې جګړه کې د خوست ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حق نواز په ګډون ۶ طالبان ووژل شول او ۶ نورټپیان شول.
د خبرځای د څرګندونوله مخې، په دې نښتو کې ۲ سرتيري ټپیان شوي دي.
د یوبل خبرله مخې، طالبان تېره شپه د بغلان د نهرین ولسوالۍ پرپوستو بریدونه وکړل.
د نهرین ولسوال حاجي محمد عزیزي باخترآژانس ته وویل: په دې نښتو کې د حارث لایزري په ګډون ۳ طالبان ووژل شول.
پای-ع