خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د بوغابي کوتل په اوسپنیز کانکرېټ ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل، د سلواغې ۱۷ مه، باختر
د بغلان د ټولګټو ریاست له لوري د پلخمري – دوشي ولسوالۍ په لویه لاره د بوغابي کوتل د دوه کیلومتره سړک چارې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې وې نن پایته ورسېدې او دغه پروژه ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.
د بغلان د ټولګټو رییس ملا عباس اخند وايي، چې د بوغابي کوتل چې ۲۱۷۷ متره اوږدوالی او نهه متره پلنوالی لري د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت په اوسپنیز کانکرېټ ډول، په ښه کیفیت جوړ او پروژه یې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د دې ترڅنګ چې له رغنیزو پروژو د ملاتړ ډاډ ورکړ، مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له راغلي فرصت څخه دې د هېواد آبادۍ په برخه کې ښه ګټه پورته کړي څو افغانستان په ځان بسیا شي.
په همدې مهال د بغلان د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي وايي، چې د اوسني نظام ټولې برخې د خپلو مسؤلیتونو له مخې هڅې کوي، څو هرڅوک په خپل وار سره خدمت ترسره او خلکو ته آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د بغلان اوسېدونکي او د کابل – بغلان د لویې لارې موټر چلونکي د ټولګټو وزارت د دې اقدام هرکلی کوي او غوښتنه یې داده چې د کابل – شمال په غزېدلې لاره باندې دې د سړکونو ټولې ویجاړې برخې د بوغابي کوتل په څېر جوړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته