د بغلان د امنیې قوماندانۍ پوليسو ١٠٠ تنه په نشه یي توکي روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي
کابل، د کب ۶ مه، باختر
د بغلان امنیه قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت سل تنه په نشه يي توکو روږدي کسان د درمنلې په موخه راټول کړي، څو د درملنې کمپ ته ولېږدول شي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر ملا محمد نبي کامران وايي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د درې جلا عملیاتو په ترڅ کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ او د پلخمري ښار په مربوطاتو کې ۱۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان نیولي او د درملني په موخه د روږدو کسانو د درملنې کمپونو ته یې معرفي کړي دي.
کامران وویل:«راټول شوي روږدي کسان د ۴۵ ورځو لپاره په کمپونو کې تر درملنې لاندې اوسېږي او د درملنې د دې دورې له بشپړېدو او تر بشپړ رغېدو وروسته د امنيه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د پوليسو له خوا خپلو کورنيو ته سپارل کېږي».