خبرونهاقتصادټولنه

د بغلان د احصایې ریاست په تېرو شپږو میاشتو کې څه باندې ۲۷ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د بغلان ولایت د احصایې او معلوماتو ریاست مسؤلین وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو ۶ میاشتو کې یې څه باندې ۲۷ میلیونه افغانۍ عواید د بېلابېلو خدمتونو له امله راټول کړي دي.

د ياد ولایت د احصایې او مالوماتو رییس مولوي ګل رحمن رحماني  وايي، چې د روان کال په ۶ میاشتو کې یې د برېښنايي او کاغذي پيژندپاڼو د وېش، د زېږون کارت، د کاغذي پېژندپاڼې د تایدۍ او د فوتي پارچې د وېش  له امله ۲۷ میلیونه، ۱۰۱ زره ۶۵۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

رحماني زیاته کړه چې  خپلو مراجعینو ته یې په دې ولایت کې د سن اصلاح او ګڼې نورې اسانتیاوې رامنځ ته کړې او هڅه کوي، څو په چټک ډول لازم خدمتونه خپلو مراجعینو ته وړاندې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته