کابل، د مرغومي ۳مه، باختر
د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي، چې د دې ریاست اړوند د اتحاد اوونیزې د روان کال د درې ربعو عواید د تېر کال د درېیو ربعو عوایدو ته په کتو دوه برابره ډېرشوي دي.
د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالفتاح رحیمي وویل چې د اتحاد اوونیزې د خپرېدو څه باندې سل کاله تېر شوي او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې لوستونکي او مینه وال مخ په زیاتېدو دي.
رحیمي زیاته کړه، چې د روان کال د درېیو ربعو عواید یې ۷۷۹ زره او ۵۰۰ افغانۍ شوي او د تېر کال د درې ربعو عواید ۳۰۰ زره افغانۍ و، چې دې شمېرو ته په کتو سره یې سږني عایدات دوه برابره زیاتوالی ښيي.
د یادونې وړ ده، چې اتحاد اوونیزه په میاشت کې درې ځله چاپېږي، چې بېلابېل سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري مسایل خپروي.