د بغلان تاله او برفک ولسوالۍ د طالبانو له شتون څخه پاکه شوه
کابل / د چنګاښ ۵مه / باختر
د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ نن سهار د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوه.
د بغلان امنيه قومندان سمونوال سيد اشرف سادات د باختر آژانس سيمه یيز خبريال ته وويل چې امنيتي او دفاعي ځواکونه او ولسي پاڅون کوونکي د عملياتو په بهير کې په دې بريالي شول چې وسله وال طالبان د بغلان له تاله او برفک ولسوالۍ څخه وشړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونو پرون د بغلان دوشي او خنجانو ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيولې.
وسله والو طالبانو د بغلان دوشي، خنجان او د تاله او برفک ولسوالۍ څلور ورځې وړاندې نيولې وې.
ختم-ج-ا