د بغلان بزګر اورېدلې واورې هیله من کړي
کابل، د کب لومړۍ نېټه ، باختر
د بغلان ولایت مالداران او بزګر د وروستۍ واورې اورښت ته خوشاله دي او هیله څرګندوي، چې را روان کال به د څارویو لپاره په ورشو ګانو کې واښه زیات او دغه راز د بزګرو د کروندو حاصلات زیات شي.
د مرکزي بغلان ولسوالۍ یوه تن کروندګر حاجي عبدالله خان وايي، چې د باران او واورې اورېدو له کبله په ځمکو کې مضره حشرې او چنجي له منځه ځي او د وچکالۍ د له منځه وړولو لامل هم ګرځي.
نوموړي زیاته کړه:« د واورې اورښت زراعت ته ډېره ګټه رسوي او همدارنګه بزګران به په راتلونکي کال کې ډېر حاصلات واخلي او ترڅنګه یې په غرونو کې د اوبو زېرمې هم ډک کېږي او بیا په دوبي کې موږ د اوبو له کمښت سره هم نه مخ کېږو.
د بغلان بل بزګر نعیم الله وویل، چې د واورې اورېدل نه يوازې غنمو او شولو، بلکې باغدارۍ، مالدارۍ او څړځايونو ته هم ډېره ګټه رسوي، له دې سربېره د اوبو زېرمې هم ورسره ډېرېږي.
نوموړي زیاته کړه، که چېرې د ژمي په موسم کې د واورې او باران اورښت همداسې دوام وکړي، نو زراعتي کښتونو او څړځایونو ته به ډېره ګټه ورسوي.
د بغلان د دوشي کروندګر محمد امین وویل: « موږ ډېر خوشحاله یو چې واوره و اورېدله او ان شاءالله په راتلونکي کال کې به موږ له خپلو ځمکو څخه ډېر حاصلات ترلاسه کړو او کومې اندېښنې چې موږ ته پیدا شوې وې هغه یې لرې کړې.
د بغلان اوسېدونکي وايي، چې د واورې اورېدلو له امله ډېر خوښ دي او زیاتوي چې د نوموړي ولایت د غنمو د توليد ډېره برخه پر للمې ځمکو ولاړ ده، خو بیا د للمې غنمو حاصلات اورښتونو پورې تړاو لري او د واورې اورښت ټولو کرنیزو ځمکو همدارنګه مالدارۍ ته ګټه رسوي.