اقتصاد

د بغلان بزګرانو د زعفرانو پیاز ترلاسه کړل

کابل / د چنګاښ ۳۰ مه / باختر
د بغلان د کرنې ریاست پرون د دغه ولایت پر بزګرانو د زعفرانو پياز ووېشل.
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د زعفرانو څانګې مسوول نجیب الله مدقق باختر آژانس ته وویل چې دغې ادارې د دغه ولایت په مرکزي بغلان، بنو، ده صلاح، پل حصار، برکې، دهنه غوري او نهرین ولسوالسو کې پر ١٧ بزکرانو د څه ناڅه دوه ميلیونو افغانیو په لګښت د زعفرانو پیاز او د کار وسایل ووېشل.
هغه زیاته کړه چې د زعفرانو او د کار په وسایلو سربېره، لازمې زده کړې هم بزګرانو ته وښودل شوې.
هغه زعفران د کوکنارو د کرکیلې ښه بدیل وباله او زیاته یی کړه چې د بغلان خاوره د زعفرانو د کرنې لپاره مناسبه ده او تراوسه ٤٠ نمایشي قطعې په بغلان کې جوړې شوې دي.
پاى / سعیده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته