کابل، د مرغومې ۶ مه، باختر
نن د ډسمبر ۲۷ د مرغومې له شپږمې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۳مې کلیزې سره برابره ده. دا هغه ورځ ده چې نږدې ۴۴ کاله مخکې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې پر ډګر بدل کړ.
د بغلان پخواني جهادي انجنیر زلمي زهیر وویل، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد يرغل د افغانستان سياسي، ټولنيز او اقتصادي برخې ته دروند زيان واړاوه او د سيمې هېوادونو ته يې د مداخلې فرصت په ګوتو ورکړ څو افغانستان کې په بېلابېلو نومونو لاسوهنې پیل کړي.
بل جهادي مشر فضل الرحمن چې په نمبر دو مشهور دی وویل، چې د شوروي سره د جګړې قربانیان او کورنۍ یې اوس هم د عدالت په تمه دي.
پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد برید هغه وخت نړۍ حیرانه کړې وه او د ملګرو ملتونو په ګډون نور بنسټونه هم افغانستان ته د جګړې له امله د اوښتي تاوان اخیستلو او عدالت غوښتلو لپاره چوپه خوله پاتې شول خو اوس باید اوسنۍ روسیه، افغانستان ته د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي.
د بغلان بل جهادي قومندان دستګیر وویل:”د پخواني شوروي یرغل په لړ کې زموږ میلیونونه افغانان له هېواده ووتل، یونیم میلیون افغانان ووژل شول، روسیه چې اوس د پخواني شوروي اتحاد وارثه ده، موږ د غرامت غوښتنه کوو او باید زمونږ تاوان راکړي.
د بغلان اوسېدونکي وايي، چې که څه هم شورویان له افغانستانه ووتل خو په دغه هېواد کې يې د خښو کړو ماینونو یو داسې مرګونی ميراث پرېښود چې تر اوسه د افغانانو ژوند اخلي او تر دې دمه یې دغو ماینونو له زرګونو افغانانو پښې، لاسونه او سترګې واخيستې او ګڼ يې ووژل.