کابل / باختر د تلې د مياشتې ١٥ :
د بغلان ولايت اوسيدونکو له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د بغلان ولايت دمرکز او څوارلس ګونو ولسواليو په سلګونو تنو اوسيدونکو نن د هېواد له امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د ديني عالمانو، قومي مشرانو، د پوهنتون د استادانو او ځوانانو په ګډون د بغلان ولايت په سلګونو تنو اوسيدونکو په پلخمري ښارکې په يوه غونډه کې له امنيتي مرکزونو څخه دملاتړ په ترڅ کې وويل: موږ چمتو يو چې د هېواد دامنيتي ځواکونو ترڅنګ ودريږو او د هېواد دفاع وکړو.
په همدې حال کې د بغلان والي سلطان محمد عبادي د سولې او آرامۍ د دښمنانو په وړاندې د خلکو د پيوستون له امله د قدردانۍ په ترڅ کې څرګنده کړه چې ډير ژر به د امنيتي ځواکونو د تنظيمولو په لاره کې به يوکميسيون جوړکړي چې فعاليتونه په ښه ډول مديريت او رهبري شي.
دا په داسې حال کې ده چې په کندزکې له نا امنيو وروسته د دغه ولايت په سلګونو تنه اوسيدونکي له کندزڅخه تيښتې ته اړ شول او د بغلان ولايت ته راغلل او د بغلان اوسيدونکي انديښنه لري چې د کندزيانوله برخليک سره مخامخ نه شي .
0 1 دقیقه لوستل