خبرونهامنیت

د بغلان امنیې قومندانۍ ۱۲ د هاوان مرمۍ کشف او له منځه يوړې

کابل، د سلواغې ۱۷ مه، باختر

د بغلان د امنیه قومندانۍ د انجینرۍ آمریت د دې ولایت د لویې لارې د کنډک په مرستې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د نوروزک له سیمې څخه (۱۲) د هاوان مرمۍ کشف او له منځه وړې دي.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ د انجينري آمر قاري احسان الله احسان وايي چې دغه مرمۍ له څو کلونو را په دې خوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ښخې شوې وې،  چې  نن د دغه ولايت د لويې لارې د کنډک قوماندان ملا محمد سعيد هدایت په همکارۍ او د انجنيرۍ آمریت په هلو ځلو کشف او له منځه يوړل شوې.

احسان وویل:«  هره ورځ زموږ ټيم هڅه کوي ماينونه او ناچاودې مرمۍ پيدا کړي، چې زموږ د زياتو هېوادوالو د وژنې سبب کېږي او د ماين پاکوونکو په مرسته يې شنډې او له منځه يوسي.

د بغلان اوسېدونکي وايي، چې امنیه قومنداني باید خپلې نورې هڅې هم د ناچاوده توکو د لمنځه وړلو په موخه زیاتې کړي، څو ځینې کسان د ناچاوده توکو د چاودې له امله زیانمنې نه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته