د بغلان امنيه قوماندان: وسله والو مخالفانو ته به د فعاليت اجازه ورنه کړي .
کابل باختر د وري پنځلسمه :
د بغلان ولايت امنيه قوماندان وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د دولت د وسله والو مخالفان په ځپلو کې هوډمن دى .
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع دباختراژانس خبريال ته وويل چې په تېرکال کې وسله والو طالبانو د برکې ، تاله اوبرفک ، ډنډې غوري ، مرکزي بغلان ، دکندز – پلخمري په لويه لاره کې او په سمنګانو کې پر دولتي ځواکونو نهه ويشت بريدونه ترسره کړل چې د افغان ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول او غاښ ماتوونکى ځواب ورکړ شو .
امنيه قوماندان په بغلان ولايت کې د افغان پوځيانو د ميړانې او زړه ورتوب قدرداني وکړه اوخلکو ته يې ډاډ ورکړ چې افغان ځواکونه په روان کال کې هم د مخالفانو د ځپلو لپاره بشپړ تيارى لري.
هغه وويل وسله وال مخالفان چې په هره سيمه کې څرګند شي د افغان ځواکون له خوا به وځپل شي.
سريع تېرکال افغان پوځيانو ته په بغلان کې له لاسته راوړنو ډک کال وباله او په دغه ولايت کې يې د ښه امنيت په تامينولو ټينګار وکړ .
ختم _ سعيده _ اکرم