د بشر له حقوقو سره د ملاتړ په موخه د 1.1ملياردو يورو بېلول

کابل باختر دليندۍ شپږ ويشتمه :

د اروپا اتحاديې د ٢٠١٦ ميلادي کال لپاره د بشر له حقوقو سره د ملاتړ په موخه  1.1 مليارد يورو بيل کړي دي چې يوه برخه يې په افغانستان  پورې اړه لري .

دغې اتحاديې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي  دي چې د اروپايي  هېوادونو له خوا دغه بېله شوې بودجه به د جګړې، طبيعي پېښو، اقلمي بدلونونو او د مهاجرينو په برخو کې ولګولې شي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي دي چې په دې مالي تخصيص کې د افغانستان داخلي بېځايه شوي کسان او ځيني نور موارد په پام کې نيول شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته