ټولنه

د بشر د حقوقو کمېسیون رييسه: د هېواد د خبريالانو اندېښنې له حکومت، طالبانو او د ملګرو ملتو له سازمان سره شريک کېږي

کابل / د مرغومي ٧ مه / باختر
د هېواد په کچه د خبريالانو د ستونزو په اړه د رسنيو او د رسانه يي بنسټونو له مسوولينو سره د بشر د حقوقو د خپلواک کمېسيون د رييسې آنلاين غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د سيمه یيز خبريال د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د لغمان، خوست، هرات، دايکنډي، بلخ، ننګرهار او د يوشمېر نور ولايتونو د خبريالانو او د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو مسوولينو د هغو ستونزو په اړوند خبرې وکړې چې خبريالان ورسره مخ دي.
په شمال زون کې د خبريالانو د مصؤنيت کمېټې مسوول محمد بشير انصاري د بلخ د رسنيو د مسوولينو او خبريالانو په استازيتوب د مسوولينو د ځواب نه ورکولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، د امنيت او مصؤنيت د نشتوالي او په دغه ولايت کې د خبريالانو خودسانسوري د خبريالانو مهمې ستونزې وبللې او په هېواد کې یې د خبريالانو او رسانه يي فعالانو پرله پسې وژنې د اندېښنې وړ وبللې او د بشر حقوقو کمېسيون له مسوولينو يې وغوښتل چې د خبريالانو د وژنې دوسيې وڅېړي.
د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مطيع الرحمن کريمي د خبريالانو د ستونزو په څېړنه کې د دولت د هلوځلو او د خبريالانو او د سيمه یيزو رسنيو د امنيت د تامينولو په خاطر د ولايت د مقام، امنيتي بنسټونو او د رسانه يي مسوولينو په همغږۍ د يو مشخص پروګرام د جوړولو خبر ورکړ.
د بشر د حقوقو کمېسيون رييسې شهرزاد اکبر په داسې حال کې چې د هېواد په پايتخت او ولايتونو کې د خبريالانو او رسنيو د لارې پرسر ستونزې د اندېښنې وړ وبللې، زياته يې کړه چې د بشر د حقوقو کمېسيون هلې ځلې کوي چې د خبريالانو او د رسنيو د مسوولينو ستونزې او غوښتنې له حکومت، طالبانو او له نړيوالې ټولنې سره شريکې کړي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته