د بشر حقونو مدافع، غزه کې بشر ضد کړنې ترسره کوي
کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
تبصره:
د امریکا متحده ایالاتونو د خزانې وزارت تازه پر دوه افغان او د ځینو نورو هېوادونو پر چارواکو او اتباعو د دې له امله بندیزونه لګولي، چې ګواکې دغه کسان د بشر حقونو په نقض کولو کې لاس لري.
امریکایان په داسې مهال په نړۍ کې د بشر حقونو څخه د دفاع خبره کوي، چې خپله دوی په پراخه کچه د بشري حقونو د نقض پېښې لري او ښه مثال یې د تور پوستو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه په پراخه پیمانه د ښځو جنسي زورونه ده، چې ان مشران او لوړ رتبه چارواکي یې په دې تورونو د ورځې لس ځلې په محکمه کې ولاړ وي.
نړۍ کې د هر قوم او هر هېواد دین معلوم دی او د افغانستان دین یعنې اسلام دا وایي، چې انسان اشرف المخلوقات او باید عزت یې وشي.
او د اسلامي امارت په راتګ سره دلته په ریښتیا هم انسان ارزښت پیدا کړی، بې ګناه ځوانان نه وژل کېږي، ښځو سره زور زیاتی نه کېږي او ماشومانو څخه غلطه استفاده نه کېږي.
برعکس امریکا کې تر اتلس کلنۍ پورته ښځه او نر باید کار وکړي، که نه وږي پاتې کېږي، چې په پایله کې یې ښځو سره د کار په ساحه کې بد چلند کېږي، زورول کېږي او ان جنسي تېري پرې کېږي.
دغه راز امریکا په غزه کې د فوري اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې د دغه اوربند پر ضد رایه ورکړه او استازي یې ویلي، چې دوی نه غواړي هلته د فوري اوربند ملاتړ وکړي.
د امریکا دغه پرېکړه په ښکاره ډول هلته غزه کې د بشر ضد کړنه ده او واشنګټن له داسې یو پوځ څخه ملاتړ کوي، چې د ملکي فلسطینیانو وژنې او قتل عام ته یې کار ویلی او هره ورځ په زرګونه کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، وژني.
خو ښکاري، چې امریکا هغو کړنو ته د بشر خدمت وایي، چې د دوی او تګلارې یې په کې ګټه وي او هغه عمل په کې د بشر ضد دی، چې د دوی په زیان وي، نو ملګرو ملتونو، سازمانونو او د نړۍ هېوادونو ته پکار ده، چې د امریکا دغه ډول ناعادلانه پرېکړو پر وړاندې ودرېږي او مخه یې ونیسي او یقیناً چې امریکا په نړۍ کې مخفي بشر ضد کړنې ترسره کوي، داسې کړنې چې ښکاري ښه خو وي بد.