د بشری حقوقوخپلواک کمېسیون: په فیض آباد کې تاوتریخوالي ته د پاملرنې غوښتنه وکړه

– کابل/ د غبرګولي ۱۹ / باختر
د بشر د حقوقوخپلواک کمېسیون د قربانیانو د کورنیودغړو په ګډون او د اعتماد وړ یو خپلواک پلاوي له لوري د بدخشان د فیض آباد ښار د اوسيدونکوپه لاريون کې د تاوتریخوالي د څرنګوالي د څېړنې غوښتنه کړې ده.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د فیض آباد ښار یو شمېراوسېدونکو د غبرګولي په ۱۸ په دغه ښارکې د څښاک اوبو، د برېښنا او امنیت د نشتوالي په اعتراض کې لاریون وکړ، چې په تاوتریخوالي بدل شو او په پایله کې ۴ اعتراض کوونکي ووژل شول او ۴۴ نورټپیان شول.
د بشر د حقوقوخپلواک کمېسیون په دغو مظاهرو کې د تاوتریخوالي د رامنځته کېدوڅخه اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د بشر د حقوقوملي او بین المللي سندونو د افغانستان دولت مکلف کړی دی چې د لاریون کوونکو او ګډون کوونکوامنیت تامین کړي او د لاریون کوونکو مشروع او قانوني غوښتنوته د قناعت وړځواب ورکړي.
دغه کمېسیون له دولت څخه غوښتي دي چې د بدخشان د اوسېدونکو په لاریون کې د تاوتریخوالي د را منځته کولوعاملین وپېژنې.
د بشر د حقوقو کمېسیون ویلي دي چې قانون د ملاتړ وړ د مدني اعتراضونو پولې د ملي او نړیوالو سندونو په رڼا کې مشخص کړې دي.
دغه بنسټ د لاریون له ګډون کوونکو څخه هم غوښتنه کړې ده چې د هیڅ ډول غیرمدني کړنو چې لاريون د تاوتريخوالې لورې ته بيايي اجازه ورنکړي او د عامه تاسیساتوساتنه وکړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته