د بشارالاسد حکومت وپرزېد
نړۍ, د لېندۍ ۱۸ مه, بهرنۍ رسنۍ
رویټرز راپور ورکړی، چې د سوریې د پوځ افسرانو ته د بشار الاسد د حکومت د سقوط خبر ورکړل شوی دی.
د دمشق په مرکزي میدان کې د مخالفینو شتون اعلان شوی او د حکومتي ځواکونو د شاتګ راپور ورکړل شوی.
د فرانسې خبري اژانس وايي، وزیرانو شورا د واک د سپارلو د پرېکړې لپاره غونډه کوي.
مخالفینو له بهر مېشتو سوریایانو بېرته هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې او مشر یې محمد الاجولاني له خپلو وسلوالو غوښتي، چې له ډزو کولو ډډه وکړي او عامه ځایونو ته نږدې نه شي.
نوموړي له پخواني لومړي وزیر څخه غوښتي، چې د واک تر سپارلو پورې عامه ځایونه مدیریت کړي.
د راپورونو له مخې پخوانی ولسمشر بشارالاسد هېواد پریښی او نن یک شنبې سهار د یوې ځانګړې الوتکې پر مټ له سوریې وتلی دی، خو ځینې نورې رسنۍ وایي، الوتکه یې له لبنان سره پولې ته نږدې ویشتل شوې ده.