کابل – باختر د غبرګولې دمياشتې ١٣
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د هيواد په يوولسو ولايتونوکې دبزګر د کروندې ٩٣ ښوونځي جوړوي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د دغو ښوونځيو د جوړولو هدف د کرنې نوې تکنالوژى معرفي کول، د نباتي توليداتو د زياتوالى لپاره د بزګرانو د ظرفيتونو لوړول، د نباتي توليداتو په بېلابېلو برخوکې د بزګرانو لپاره د روزنې د زمينو برابرول او د بزګرانو لپاره د زده کړې د زمينو برابرول دي چې هغوى وکولاى شي خپلې زراعتي ستونزې په ګډه د تجربو او په مطالعاتي کرونده کې د تجربو او مطالعاتو د ترسره کولو له لارې حل کړي.
د بزګر د کروندې ښوونځي د پټاتو، خټکيو او سپو په باب د بدخشان تخار، بغلان، کندز، سمنګانو، بلخ ، جوزجان، سرپل ، باميانو او د هرات په ولايتونوکې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا د ملګرو ملتو د کرنې او خوړو د سازمان د آفتونو د هر اړخيز تنظيم د پروژې( FAO )په تخنيکي همکارۍ جوړيږي.
په دغو نباتاتو د بزګر د کروندې ښوونځي يو نمونه يي فصل وخت نيسي، يعنې د ځمکې د چمتو کولو له وخت څخه د حاصلاتو راټولولو پورې په دې دوره د کروندې برخه وال په منظم ډول د بوټو د ودې ټول حالات مطالعه کوي او د ناروغيو او آفتونو، د اوبو د مديريت، د خاورې د حاصل ورکولو د مديريت په ګډون هغه بدلونونه چې د ودې په بېلابېلو حالاتوکې رامنځته کيږي، ليکي او د ستونزو دحل کولو په برخوکې تصميمونه نيسي.
5 1 دقیقه لوستل