د برېښنا شرکت ویاند وایي: د کابل ۱۵۰ میګاواټه برېښنا نښلوو

کابل / دثور۱۸ /باختر
د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي وایي چې نن د کابل یوه اندازه برېښنا ۱۵۰، ميګاواټو ته رسېږي .
هغه چې په دې اړوند د باختر آژانس له خبر یال سره په خبرو کې وویل: د نیکمرغه کوچني اختر په رارسېدو سره د ترخېلو د سب ستېشن ۶۰ مېګاواټه برېښنا هم د کابل له برېښنا سره نښلوو او هڅه کوو چې د کابل د اوسیدونکو اړتیا وې تامین شي.
د نیازي د څرګندونو له مخې: د برېښنا ریاست د لارښوونې له مخې، د کابل اوسیدونکو برېښنا د روژه ماتې او پېشلمي په وخت کې نښلوو او د ورځې له خوا هم د کابل ښارپه بېلا بېلو سیمو کې برېښنا د نوبت په ډول وېشل کېږي .
سنګر نیازي وویل: د برېښنا د دوو ستنو ترمیمول به کابو ۱۵ څخه ۲۰ ورځو پورې دوام ومومي ځکه زیاتو تجهیزاتو ته اړتیا ده چې په بشپړولو سره یې د کابل ۳۰۰ ميګاواټه برېښنا د دویم ځل لپاره ونښلول شي.
پرون سهار د۴ بجو او ۴۵ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د کلکان ولسوالۍ په ميرزا خېلو ساحه کې د برېښنا ۲۲۰ کیلو ولټه دوه وارداتي ستنې د ښخ کړی شوي ماین د چاودنې له امله چپه شوې او درېیمه ستنه یې هم ویجاړه شوې ده .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته