ټولنه

د برېښنا شرکت د مشرتابه هيئت مشورتي غونډه جوړه شوه

کابل باختر دسلواغې ۱۵مه
د کندز او بغلان څه دپاسه ۳۰ تنو استازو او سپين ږيرو او د جمهوري رياست د شخړو د حل سلاکار عبدالهادي ناصري د افغانستان برېښنا شرکت له مشرتابه هيئت سره وکتل.
باختر آژانس د برېښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې خبر ورکړ: دغو مشرانو د افغانستان د برېښنا شرکت له مشرتابه هيئت سره د متقابلو همکاريو په باب خبرې اترې او سلامشورې وکړې .
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس انجنير امان الله غالب د برېښنا رسونې د پروژو په عملي کولو کې د ولايتونو د خلکو د همکاريو په  حياتي بللو سره د بغلان او کندز د ولايتونو له مشرانو څخه وغوښتل چې دبرېښنا د لګښت د پيسو د راټولولو، د برېښنا د تاسيساتو د امنيت د تامينولو په تېره بيا د دشت الوان _ دشت ارغندي د ۵۰۰کيلو ولټو برېښنا پروژې په تګلوري کې د ځمکو د استملاک په باب جدي هکاري وکړي . 
غالب د ۵۰۰ کيلو ولټ مزي پروژه چې دوه زره ميکا واټه برېښنا به له ازبکستان څخه افغانستان ته  وليږدوي؛ په هېوادکې د برېښنا رسونې يوه ستره پروژه وبلله.
د برېښنا شرکت لوى رييس انديښنه څرګنده کړه چې د دغې پروژې په عملي کېدوکې د خلکو د نه همکارۍ په صورت کې به مرستندوى بنسټونه د دشت الوان _ دشت ارغندې پروژې له تمويلولو څخه لاس واخلي .
غالب زياته کړه چې د برېښنا شرکت رياست په پام کې لري چې د متقابلو همکاريو  په مقصد د هېواد په ټولو ولايتونوکې د برېښنا شوراګانې جوړې کړي. 
د جمهوري رياست د شخړو د حل سلاکار د موضوع په باب د خبرو په ترڅ کې  دټولګټو پروژو دبهير دګړندي کولو په لاره کې د خلکو د جدي همکارۍ غوښتنه وکړه .
په همدې حال کې د کندز او بغلان د ولايتونو مشرانو ژمنه وکړه چې د برېښنا په ټولو پروژوکې به همکاري وکړي خو هغوى د برېښنا شرکت له مشرتابه څخه وغوښتل چې د دغو ولايتونو د اړتياوړ برېښنا هم تامينه کړي .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته