اقتصاد

د برېښنا د پینځو مهمو پروژو د تړونونو لاسلیک

کابل باختر د وري د مياشتې ٢٧ مه د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایېوي ریېس د پنځو بېلابېلو شرکتونو له ریېساانو سره د 105 میلیونو افغانیو په ارزښت د برېښنا د پنځو پروژو تړونونه لاسلیک کړل. د برېښنا شرکت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ: په دې پروژو کې د برېښنا شبکې د پراختیا، د پلچرخي برېښنا کوټ د تجهیزاتو د چمتو کېدو، کابل کې د برېښنا د ضایعاتو د را کمېدو، د پروان د برېښنا حوزې لپاره د اداري ودانۍ د جوړیدو او د نغلو برېښنا بند د احاطي دیوال شامل دي. د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایېوي ریېس انجنیر امان الله غالب د (32.490.000) افغانیو په ارزښت د نغلو برېښنا بند د ښه امنیت په موخه د احاطوي دیوال د چمتو کیدو تړون د ( Bakhtar Stanikzai (Construction Engineering Co and Green Circle Construction Co(JV) له ریېس سره او د پروان برېښنا حوزې د اداري ودانۍ د جوړیدو تړون د (22.343.889 ) افغانیو په ارزښت د هانست امریکن ساختماني شرکت سره لاسلیک کړ. دریمه پروژه د پلچرخي برېښنا کوټ د تجهیزاتو چمتو کول دي، چې (22.505.240) افغانۍ ارزښت لري او تړون یې د افغاستان د برېښنا شرکت عمومي ریېس د (Sam electric corps ltd) شرکت له ریېس سره لاسلیک کړ. دغه راز څلورمه پروژه د ننګرهار برېښنا حوزې لپاره په بېلابېلو ظرفیتونو د 17 پایو ترانسفارمرونو چمتو کول دي او تړون یې د (پسران حاجی محمد غنی لمتید) شرکت له رئیس سره چې (8.500.000 ) افغانۍ ارزښت لري لاسلیک شو. پینځمه پروژه د (19.200.000) افغانیو په ارزښت د کابل برېښنا ریاست د اړتیا وړ د 24 پایو کپستر بانک چمتو کول دي چې د افغانستان د برېښنا شرکت عمومي اجرایېوي ریېس د سم الکتریک کارپس لمټیډ سره د دې پروژي تړون لاسلیک کړ. د یادولو وړ ده چې د پورته ذکر شویو پروژو د لګښت پیسې د افغانستان د برېښنا شرکت له بودجې څخه ورکول کېږي.پاى_ ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته