سیاستخبرونهTOPټولنه

د برېښنايي پېژند پاڼو د وېش په لړۍ کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

کابل، د وږي ۱۳مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند د حکم پر بنسټ د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هراړخیز ښه والي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې یاده کمېټه به د ریاست الوزراء د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په مشرۍ چې د بېلابېلو وزارتونو استازي هر یو مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله ربیعه، مولوي عبدالاحد طیب او د احصایې او مالوماتو ملي ادارې دوه تنه لوړپوړي مسؤلین یې غړي دي، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، د لازمو آسانتیاوو برابرولو او د پېژندپاڼو د ټول بهیر په اړه د خپلو څېړنو او موندنو راپور د ریاست الوزراء مقام ته وړاندې کوي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې اسلامي امارت هېوادوالو ته د برېښنایي پېژند پاڼو د اسانه ترلاسه کولو په موخه د جدي اقداماتو او لازمو اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د رئیس الوزراء په لارښوونه ځانګړي پلاوي د پاسپورټونو د وېش د نویو مرکزونو په جوړولو سره ګڼه ګوڼه کمه او په هغه برخه کې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړې وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته