اقتصاد

د برېښناد ستنو د توليد يوه کارخانه پرانېستل شوه

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٢ نيټه :
په هرات کې د برېښناد ستنود جوړولويوه کارخانه پرون د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش  اوسيمه يېزو مقاماتوله خوا  ګټې ا خېستنې ته وسپارل شوه .
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ دغه کارخانه ديوه ملي سوداګر بصيراحمد همکار له خوا د دوو ميليونو ډالرو په پانګه  جوړه شوې  ده.
د دغې  کارخانې د پرانېستلوپه مراسمو کې د جمهور رئيس دويم مرسيتال څرګنده کړه؛ حکومت هلې ځلې کوي چې هرات د هېواد  په اقتصادي قطب  بدل کړي.
د دغې کارخانې  خاوند وايي  په دغې  کارخانې پورې اړوند ټول وسايل  نوي او په نړيوالو معيارونو برابر دي.
د هرات ولايت د سوداګرۍ اوصنايعو د خونو رئيس  حميدالله  خادم وايي  د دغې کارخانې محصولات په ګاونډيو ولايتونو کې پلورل کېږي او د هغه يوازينى پيرودونکى دولت دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته