کابل باختر دوري ١٠ مه
د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هماند د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې هوډ څرګند کړ چې بریتانیا به د خپلو ستراتیژیکو همکاریو په چوکاټ کې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
باختر اژانس ته دجمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، د بریتانیا د دفاع وزیر هلمند ولایت ته د خپل پروني سفر په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل: د هلمند په امنیتي حالت کې دکتنې وړ ښه والی راغلی او له نړیوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو د لېږد بهیر په ښه ډول روان دی چې بریتانیا يې ملاتړ کوي.
ده، ډاډ څرګند کړ چې هېواد به یې د ستراتیژیکو همکاریو د هغه سند له مخې چې په دې وروستیوکې د افغانستان او بریتانیا ترمنځ لاس لیک شو، له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او افغانستان به یوازې پرې نه ږدي.
همدا راز د بریتانیا د دفاع وزیر وویل هېواد یې هلې ځلې کوي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو دتمديلولو لپاره د نړۍ د نورو هېوادونو مالي مرستې هم راجلب کړي.
ده هیله څرګنده کړه چې د شیکاګو له کنفرانس وړاندې دا کار ترسره شي او اړوند هېوادونه د افغان امنیتي ځواکونو د تمویلولو لپاره خپله مالي ونډه معلومه کړي.
حامدکرزي په خپل وار په تیرو کلونو کې له افغانستان سره د بریتانیا د خلکو او حکومت د مرستو له امله مننه وکړه او د دغو مرستو پر دوام باندې یې ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې ده چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په هر کال کې ۴،۱ میلیارد ډالره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تمویلولو لپاره افغانستان ته ورکوي .