کابل باختردوږي دمياشتې١٢نيټه :
د برښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي چې د کندز- تخار د تګلوري په چشمه بنګي سيمه کې د برښنا يوه ستن د وسله والو مخالفانو له خوا ويجاړه شوې ده.
د ده د څرګندونوله مخې؛ د برښنا د دغې ستنې د بيا جوړولو کار په بيړې سره دوام لري.
ده په دې باب د باختر آژانس له خبريال سره په ټيلفوني اړيکه کې وويل: د برښنا بهير نن په موقتي ډول نښلول کيږي خو د اساسي ترميم کار يې دوه ورځې وخت نيسي.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ