د برښنا شرکت د پوروړو د برښنا د بندولو بهير دوام لري
کابل باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :
د برښنا شرکت نن د هغو پور وړولو د برښنا بهير بندولو ته چې د برښنا لګښت يې نه دى تحويل کړی، يو ځل بيا په کابل کې پيل کړ.
د برښنا شرکت تجارتي مرستيال ذبيح الله صديقي له يوه تخنيکي ټيم سره د کابل ښار په بېلابېلو سيموکې د پوروړو د برښنا د مزو د قطع کولو د بهير څارنه وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې:
د برښنا شرکت مرستيال صديقي د هغو پوروړو د برښنا د بهير د بندولو چې تر اوسه پورې د برښنا د لګښت پيسې يې نه دې تحويلې کړې، څارنه کوله، وويل: که چيرې پوروړي د خپلې برښنا د لګښت پيسې تحويلي نه کړي، د کابل برښنا مسوولين به د دوى برښنا قطع کړي.
د برښنا شرکت د کابل ښار د ټولو ناحيو له مشرانو او سپين ږيږو څخه غوښتنه کړې ده چې پوروړي د خپلې برښنا د لګښت د پيسو تحويلولو ته وهڅوي.
د کابل برښنا تجارتي مرستيال دغه راز په ده سبز ولسوالۍ او په خيرخانه مېنه کې د شبکې د اصلاح بهير او د مشتريانو د خدمتونو مرګزونه وکتل.
ده د دغو مرکزونو له ټولو کارکوونکو څخه وغوښتل چې د ميترونو د بدلون او د برښنا رسونې په برخه کې د خلکو د رضايت د ترلاسه کولو په لاره کې زياتې هلې ځلې وکړي.
پاى ج ذ