ټولنه

د بريښنا په پرچاوۍ د هرات د خلکو او صنعتکارانو شکايت

کابل باختر دچنګاښ  ديرشمه :
د هرات ولايت خلکو او صنعتکارانو د بريښنا د پرله پسې پرچاوۍ له امله شکايت کوي .
يو زيات شمېر مدني او ټولنيز فعالينو، صنعتکارانو، د ولايتي شورا رييس او غړو، د ښار د شورا مرستيال او غړو، د سوداګرۍ او صنايعو د خونو رييس او غړو، د هرات له والي محمد آصف رحيمي او د بريښنا شرکت د لوی رييس امان الله غالب او له ملګري هيئت سره په کتنه کې د بريښنا د پرله پسې پرچاوۍ او د خلکو  په ژوندانه د هغې  د منفي اغيزو  له امله انديښنه خرګنده کړه .
دوى په دې کتنه کې چې څو ساعته دوام وکړ، د بريښنا د پرچاوۍ د زيانونو ځينې پايلې طرحه کړې او ټينګار يې وکړ چې د دغه بهير دوام دوى ته د منلو وړ نه دى .
په دې کتنه کې د هرات والي هم د خلکو ستونزې جدي وبللې او دخلکو دستونزو د حل په لاره کې د بريښنا شرکت د اساسي اقداماتو غوښتنه وکړه .
د بريښنا شرکت رييس هم د ايران  د وارداتي بريښنا د پرچاوۍ اصلي عامل د دغه هېواد ستونزې او د هوا تودوخه وبلله او ډاډ يې ورکړ چې دغه ستونزه په ځانګړې ډول څيړل کيږي .
  ختم- ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته