اقتصاد

د بريښنا موسسې رياست د بريښنا د صرفيې د پور وړو د بريښنا د مزو په غوڅولو پيل وکړ

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٢٩  :

د بريښنا موسسې لوى رياست په کابل ښارکې د بريښنا د صرفيې د يوشمېر پور وړو د بريښنا مزي غوڅ کړل.

دغه بهير نن پيل شو او ټاکل شوې ده د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د پور وړو د بريښنا د مزو غوڅول دوام ومومي.

د باخترآژانس دخبرله مخې :

د بريښنا موسسې تجارتي مرستيال ميرويس ياسيني د دې اقدام علت د بريښنا د اجورې نه تحويلول وبلل او ويې ويل چې د وزيرانو شورا له مصوبې سره سم دغه رياست د هغو کسانو د بريښنا د مزو غوڅولو ته اړ شو چې د بريښنا د صرفيې له  تحويلولو څخه يې ډډه وکړه.

ياسيني وويل: زبرځواکو د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د بريښنا د صرفيې په ملياردونو افغانۍ نه دي تحويلې کړې او تراوسه پورې يې د مسوولينو له خوا  د خپلو مزو د غوڅولو مخه نيوله.

د بريښنا د مزو د غوڅولو پروګرام د شيرپور، وزيرمحمداکبرخان، خيرخانې مينې او د کابل ښار د پنځمې ناحيې له موسسو او د زبرځواکو له کورونو څخه پيل شو.

د بريـښنا موسسې د رياست وياند وحيدالله توحيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هېواد په مرکز او ولايتونوکې د بريښنا د صرفيې د پور وړو د مزو دغوڅولو بهير دوام مومي .

ده وويل چې يوشمېر تصويري او  اوريدونکې رسنۍ او مخابراتي شرکتونه هم په دې بهيرکې شامل دي او که چيرې خپله باقيداري تحويله نه کړي؛ د هغوى د بريښنا مزي هم غوڅيږي.

توحيدي څرګنده کړه چې يو شمېر دولتي ادارې هم دبريښنا دصرفيې له پلوه پوروړي دي  او  دهغه تفاهم له مخې  چې شوى دى د دغو ادارو دپور پيسې د دوى له بودجې څخه دماليې له وزارت له خوا ددغې موسسې  په حساب ليږدول کيږي .         
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته