د بريښنا شرکت وياند: د بريښنا د کمښت ستونزې د تېرکال په پرتله تر يوې اندازې پورې لرې شوې دي
کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٤
د بريښنا شرکت وياند وايي چې دغه شرکت په روان کال کې د تېرکال په نسبت ٥٠ ميګاواټه اضافي بريښنا د بريښنا په شبکوکې ورګډه کړې ده چې د ژمي په موسم کې د خلکو ستونزې تر يوې اندازې پورې حل شي.
د بريښنا شرکت د خپرونو رييس او وياند وحيد الله توحيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کابل ښار او د کابل ولايت د اړوندو ولسواليو د بريښنا زياتوالى کولاى شي په ځانګړي توګه د ژمي په موسم کې د بريښنا د پرچاويو له کمښت سره مرسته وکړي.
ده له خلکو څخه وغوښتل چې د بريښنا په لګښت کې دې سپما وکړي. که چيرې رښتينې سپما شتون ولري؛ ښايي په ژمي کې د بريښنا پرچاوۍ په سلوکې تر پنځه ديرشو پورې شتون ولري.
توحيدي زياته کړه: د کابل ښار په ځينو سيموکې چې اوس بريښنا په وقفوي ډول وړاندې کيږي؛ علت يې د نويو مزو غځول او د نورو لوازمو نوي کول دي چې په را روان ژمي کې د فني ستونزو مخه ونيول شي.
دغه راز په همدې ورځوکې د کابل ولايت د اړوندو ولسواليو په ځينو کليو او لرې پرتو سيمو کې د بريښنا پراختيايي پروګرام د تحقق په حال کې دى.
په همدې حال کې د بريښنا شرکت تجارتي رييس ميرويس عالمي ويلي دي: هغه کسان چې دې ته حاضر نه دي چې د بريښنا د لګښت پيسې تحويلې کړي؛ د بريښنا بهير يې بنديږي او نومونه يې افشا او څارنوالۍ ته معرفي کيږي.
د بريښنا شرکت مسوولينو ويلي دي: په ټول هيوادکې يو پراخ پروګرام ترلاس لاندې دى چې له دولتي بنسټونو او له هغو زورواکو څخه چې د بريښنا د لګښټ پيسې يې نه دي تحويلې کړې؛ يو ملياردو سل مليونه افغانۍ راټوليږي.
ده خبردارى ورکړ: هغه کسان چې دې ته حاضر نه شي چې د بريښنا د لګښت پيسې تحويلې کړي؛ يا رسنيو ته او يا هم څارنوالۍ ته معرفي کيږي.
ده له هغوکسانو چې له بريښنا شرکت څخه پوړولي دي؛ وغوښتل چې د خپلې باقيدارۍ پيسې دې ډير ژر تحويلې کړي او د ستونزو د رامنځته کيدو سبب نه شي.