د بريتانيا سفير له محمد محقق سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
په کابل کې د بريتانيا سفير نن مازيګر د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست له مرستيال محمد محقق سره وکتل.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په کابل کې د بريتانيا د سفارت سياسي مستشار ديويد اشلي هم برخه لرله؛ دواړو لورو د ملي وحدت د حکومت د کابينې د جوړولو د کار د بهير د ګړندي کولو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته