سیاست

د بروکسل د کنفرانس او د افغانستان د راتلوونکي په نامه غونډه جوړه شوه

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
د بروکسل د کنفرانس او د افغانستان د راتلوونکي ترعنوان لاندې غونډه نن د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په تالارکې جوړه شوه.
په دې  غونډه کې چې د هرات ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ځوانانو   د چارو د آمريت له خوا جوړه شوې وه، ويناوالو د کنفرانس برياليتوبونه ښه وبلل  او د دغو برياليتوبونو له امله يې د ملي وحدت د حکومت مشرانو ته مبارکي وويله  .
د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس آريا رووفيان وويل: هغه ژمنې چې په ٢٠١٢ ميلادي کال کې له افغانستان سره د مرستندويو هېوادونوله خوا د توکيو په  کنفرانس کې شوې وې، په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې پاى ته ورسيدې او د افغانستان حکومت تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې د نړيوالې ټولنې مالي ملاتړ ته اړتيا درلوده، له همدې امله د بروکسل کنفرانس د ملي وحدت د حکومت د دوام لپاره زيات ارزښت درلود.
ده زياته کړه: د وارسا او د بروکسل په کنفرانسونوکې نړيواله ټولنه په سياسي، امنيتي او اقتصادي برخوکې د افغانستان د حکومت ملاتړ وکړ چې دغه ملاتړ  تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې د نړيوالې ټولنې ملاتړ بلل کيږي .
د ځوانانو د پارلمان استازي ښاغلي حسيني وويل: د بروکسل په کنفرانس کې  د افغانستان د بيا رغاونې، اقتصادي ودې، له اداري فساد سره د مبارزې، د بشر د حقوقو او د هېواد د اقتصادي الحاق په باب خبرې اترې وشوې چې مثبتې نتيجې يې درلودې.
په همدې حال کې په ولايتي شورا کې د خلکو استازي سيدعظيم کبرزاني ددغې غونډې ترڅنګ وويل: د ملي وحدت د حکومت مشرانو په دې کنفرانس کې  د افغانستان د ملي پرمختيا د ستراتيژۍ پرځاى د افغانستان د سولې او پرمختيا  نوې ملي ستراتيژي اعلام شوه.
د افغانستان په باب د تيرو نړيوالو کنفرانسونو، د افغانستان لپاره د بروکسل د کنفرانس ارزښت، د هېواد په اقتصادي او سياسي حالت د دغه کنفرانس اغيزې  او په دې کنفرانس کې د حکومت برياليتوبونه او د ځوانانو ستونزې او د هغو حلول هغه موضوعګانې وې چې په دې غونډه کې پرې خبرې وشوې.
د يادونې وړ ده چې نړيواله ټولنه په دې کنفرانس کې ژمنه وکړه چې تر ٢٠٢٠ ميلادي کال پورې له افغانستان  سره د٢ر١٥ مليارده ډالره مرسته  کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته