سیاست

د بروکسل د غونډې تر پيل کيدو پورې په سلوکې پنځوس کارونه ترسره کيږي

-کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
تر اوسه پورې په بروکسل غونډه کې د خصوصي سکتور د يوولسو لومړيتوبونو په باب په سلوکې ٣٩ پرمختګ شوى دى.
د اقتصادي کميټې په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله د لارښوونې له مخې د وزيرانو شورا د اقتصادي کميټې د غړو ترمنځ په نننۍ غونډه کې د وزيرانو شورا د دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي په مشرۍ او د سوداګرۍ د وزير او د وزارتونو د معينانو په ګډون په بروکسل غونډه کې د خصوصي سکتور د يوولسو لومړيتوبونو د کاري کميټو د رپوټ ورکولو او څيړنې په مقصد جوړه شوه .
په دې غونډه کې د وزيرانو شورا د دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي وويل: د کارونو پرمخ بيولو لپاره د يوولسو لومړيتوبونو په باب يوولس کميټې جوړې شوې دي چې هره کميټه ځانګړې او تعريفې شوې دندې لري، خو دغه کميټې مکلفې دي چې د خپلو کارونو د بهير او پرمختګونو په باب ګډ سکرتريت او د وزيرانو شورا دارالانشا ته رپوټ ورکړي.
د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزير همايون رسا په يوه کلي څيړنه کې زياته کړه: يوولس لومړيتوبونه او ١١٣ شاخصونه هغه ته د لاس رسى په مقصد پيژندل شوي چې د بروکسل غونډې ته وړاندې شي. په دې برخه کې تراوسه پورې کارونه په سلوکې ٣٩ پرمخ تللي دي، خو د کار د ګړندي کولو لپاره لازمه ده چې کميټې دې د هغو شاخصتونو په باب چې په لنډمهال کې د تطبيق وړ دي، کار وکړي چې موږ د بروکسل په غونډه کې وروستى او ټاکلى هدف ته چې د کارونو په سلوکې ٥٠ پرمختګ دى؛ ورسيږو.
د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو خونې په دې غونډه کې د خصوصي سکتور د لومړيتوبونو په يوولسو برخوکې خوښي څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ: تراوسه پورې کارونه په لازمې همغږۍ او جديت سره پرمخ تللي دي؛ خو موږ هيله لرو چې دغه بهير د بروکسل له کنفرانس وروسته هم دوام وکړي. ځکه د يوولسو لومړيتوبونو ځينې موارد بايد تر ٢٠٢٠م کال پورې بشپړ شي.
د سوداګرۍ او صنايعو د خونو د څرګندونو له مخې: د يوولسو لومړيتوبونو کاري کميټې تراوسه پورې په شفايي ډول د خپلو کارونو خبر ورکړى دى، خو يو شمېر يې په مشخصه فيصدي او دقيق شمېر بشپړ رپوټونه نه دي وړاندې کړي، له دې امله لازمه ده چې د دغو کميټو غړي د خپلو کارونو د پرمختګ بشپړ او دقيق رپوټ برابر کړي. له بله پلوه اوس هم خصوصي سکتور له زياتو چلنجونو سره مخامخ دي چې کولاى شو د مثال په ډول د جواز په صادرولوکې ستونزه او د انرژۍ د قانون د نه تطبيق يادونه وکړو، لازمه ده چې د حل لپاره يې عملي اقدام وشي.
کاري کميټې وايي: هغه لومړيتوبونه چې په لنډ مهال کې د تطبيق وړ دي؛ ١٣ موارده پيژندل شوي چې د بروکسل له غونډې مخکې بايد ورباندې عملي کار وشي. که څه هم سوداګرو ته د ويزې د اسانتيا ، د نوري فايبر د پاليسۍ جوړولو لپاره هلې ځلې، د اوسپنې پټلۍ، د اوسپنې پټلۍ د قانون، د اوسپنې د پټلۍ د تضمين او امنيتي معيارونو، د سړک په برخه کې بنسټيزو پروګرامونو، د کانونو د ايستلو او د اوسپنې پټلۍ او د کانونو د قانون د مصوبې د بشپړولو لپاره هلې ځلې او نور موارد ترسره شوي دي؛ خو دغه اقدامات کافي نه دي.
په پاى کې د وزيرانو شورا د دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي د ترسره شويو کارونوله اوريدو او څيړنې وروسته څرګنده کړه: اړونده وزارتونه او ادارې مکلفې دي چې د يکشنبې تر ورځې پورې دې د خپلو کارونو د پرمختګ په باب د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو وزارت ته رپوټ ورکړي او برسيره پر دې د بروکسل له غونډې مخکې د لنډمهالو شاخصونو د بشپړولو لپاره دې جدي هلې ځلې وکړي چې لازم اقدامات ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته