امنیت

د بره کي برک ولسوال ورور او ساتونکی شهیدان شول

کابل / د وږي ٢٥مه / باختر
وسله والو طالبانو تېره شپه د لوګر د بره کي برک ولسوال ورور او يو ساتونکی يې شهیدان کړل.
د لوګر د والي ویاند دیداراحمد لونګ رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت د بره کي برک ولسوال احمد ویس عبدالرحیمزي پر کور برید وکړ او د هغه ورور او يو ساتونکی يې شهیدان کړل.
هغه زیاته کړه: په پېښه کې د عبدالرحیمزي یو بل ورور ټپي شوى دى.
د لوګر د والي ویاند وايي چې د برید په وخت کې د بره کي برک ولسوال په خپل کور کې نه و.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته