امنیت

د بره کي برک امنيت د خلکو په همکارۍ ښه شوى دى .

کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د نويو امنيتي  پوستو په جوړولو سره د لوګر ولايت دبره کى برک دولسوالۍ امنيت تامين شوى دى .
د لوګر ولايت د  بره کى ولسوالۍ دچهل تن په سيمه کې ددغو پوستو په  جوړولو سره د وسله والو مخالفينو د  ورانکارو عملونو مخه نيول شوې  ده .
د بره کي برک  ولسوال محمد رحيم امين   دباختر اژانس خبريال ته وويل  :
پخوا وسله والو مخالفينو د ميدان وردګو له  ولايت څخه دغو سيموته   رابلل او ورانکار فعاليتونه يې  ترسره کول .
يوه اړوند خبرځاى وويل :  وسله والو مخالفينو دچهل ګزې په سيمه کې تګ راتګ درلود چې  پخوا د دغو سيمو خلک د  جګړو له امله  له خپلو کورونو څخه  وتلو ته
اړ شوى وو .
امين  زياته کړه دوسله والو طالبانو پرخلاف وګړني  پاڅونونه   ډير ارزښتناک و
او خلکو دافغانستان له دولت څخه دخپل ملاتړ په اعلامولو سره د خپلو سيمو
په امنيتي حال کې مثبت بدلون رامنځته کړى دى خکه  ددغې ولسوالۍ خلکو ته دمخالفينو له شتون څخه  زيان  رسيده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته