کابل – باختر دکب دمياشتې ١٣
د نويو امنيتي پوستو په جوړولو سره د لوګر ولايت دبره کى برک دولسوالۍ امنيت تامين شوى دى .
د لوګر ولايت د بره کى ولسوالۍ دچهل تن په سيمه کې ددغو پوستو په جوړولو سره د وسله والو مخالفينو د ورانکارو عملونو مخه نيول شوې ده .
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين دباختر اژانس خبريال ته وويل :
پخوا وسله والو مخالفينو د ميدان وردګو له ولايت څخه دغو سيموته رابلل او ورانکار فعاليتونه يې ترسره کول .
يوه اړوند خبرځاى وويل : وسله والو مخالفينو دچهل ګزې په سيمه کې تګ راتګ درلود چې پخوا د دغو سيمو خلک د جګړو له امله له خپلو کورونو څخه وتلو ته
اړ شوى وو .
امين زياته کړه دوسله والو طالبانو پرخلاف وګړني پاڅونونه ډير ارزښتناک و
او خلکو دافغانستان له دولت څخه دخپل ملاتړ په اعلامولو سره د خپلو سيمو
په امنيتي حال کې مثبت بدلون رامنځته کړى دى خکه ددغې ولسوالۍ خلکو ته دمخالفينو له شتون څخه زيان رسيده.
2 1 دقیقه لوستل