امنیت

د برملې ولسوالۍ د کارېزګي په پوسته د وسله والو طالبانو ډله ییز برید په شاه وتمبول شو.

-ښرنه باخترد زمري د میاشتې ۱۵ مه
د پکتیکا ولایت د برملې ولسوالۍ د کارېزګي په پوسته د وسله والو طالبانو ډله ییز برید په شاه تمبول شوی او په نښته کې شپږ تنه طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
په برملې کې د ملي پوځ د لومړي کنډک قوماندان محمدایوب میرویس باختر اژانس ته وويل، طالبانو تېره شپه یوه بجه د ملي پوځ د کاريزګي په پوسته برید وکړ او دسهارتر پنځو بجو یې دوام وکړ.
ميرویس زياتوي چې په دې نښته کې د کاروان په نوم د طالبانو یو سرګروپ وژل شوی او یوشمېر وسلې یې هم دافغان ځواکونو لاسته ورغلې دي،خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته کوم مرګ ژوبله نه ده اوښتې.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته