د برقي تذکرو د ويش د کارپيل د هيواد د دښمنانو د پروګرام د ناکامۍ مانا لري
کابل – باختر د وږي دمياشتې ٨
د افغانستان د تاجکانو د پيوستون ملي شورا نن په يوه غونډه کې ډير ژر د برقي تذکرو د ويش د بهير د پيل غوښتنه وکړه.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
ددغې شورا رييس سيد عبدالرحيم حيدري، يو زيات شمېر دلايل چې ددغه بهير د پيل خنډ شول؛ په ډاګه کړل او ويې ويل: د دغه ملي پروګرام ترشا لاسونه کار کوي چې د بهرنيو کړيو ملاتړ ورسره دى او د هغوى په لارښوونه هلې ځلې کوي چې په هيواد کې نا امني، ځانمرګي بريدونه او جګړه دوام ولري.
په پاى کې دغې شورا د ملي وحدت د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل چې ددغه بهير په پيلولو سره د دښمنانو دسيسه شنډه او د برقي تذکرو د ويش کار چې د هيواد په کچه د يو ملي پروګرام د برياليتوب او د افغانستان د دښمنانو د ناکامۍ مانا لري، پيل کړي