ورزش

د بدن د غړو د پالنې سيالۍ سبا پيليږي

کابل باختر دزمري دمياشتې  ١٤  :
د افغانستان د بدن د غړو د ورزش ټيم ته د ډير غوره لوبغاړو د انتخاب لپاره د بدن د غړو د پالنې سيالۍ، د بدن د غړو د پالنې  فدراسيون  له خوا په کابل کې ترسره کيږي.
د هېواد د بدن د غړو د پالنې فدراسيون يو غړي  عبدالرحمن حميد باختر آژانس ته وويل چې له لسو ورځو را په دې خوا د دغې سيالۍ د ترسره کولو لپاره تيارى نيول شوى دى.
د ده دڅرګندونوله مخې: په دغو سياليو کې چې سبا پيليږي، د هېواد له  ٢٤ ولايتونو څخه ورزشکاران ګډون کوي او درې ورځې به دوام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته