ورزش

د بدن د غړو دپالنې د ملي ټيم ورزشکاران د دريو مډالونو په ترلاسه کولـــو سره هېواد ته راستانه شول

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ١٩  :
دهېواد د بدن د غړو د پالنې دملي ټيم  ورزشکارانو  د ازبکستان له  سياليو څخه  د سرو زرو يو مډال ، د سپينو زرو يو مډال او  د ژيړو يو مډال ترلاسه کړل.
د بدني روزنې اوسپورت د لوى رياست د بدن د غړو د پالنې د فدراسيون مرستيال خواجه فردين عباسي نن باخترآژانس ته وويل : د آسيا د سراسري سياليو نهه څلويښتم پړاو د ازبکستان په کوربه توب دروان کال دتلې دمياشتې له پنځمې نيټې څخه پيل شوي دي او په دغو سياليو کې محمدهارون عظيمي  د څه دپاسه سلو کيلوګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ، محمدنسيم قادري دلويانو په زون کې  دسپينو زرو مډال  او محمد رامين حسن زاده  د اتياکيلو ګرامو په وزن کې  په دغو سياليو کې دژيړو مډال ترلاسه کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته